د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو غړو هېوادونو امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې د ا.ا.ا ته یو لړ وړاندیزونه کړي دي. دغو هېوادونو له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې داسې یو نظام جوړ کړي چې ټول افغانان پکې خپل ځانونه وویني او دغه راز د ښځو حقونو ته پوره درناوی وکړي او رعایت یې کړي. یادو هېوادونو په نیویارک کې خپل دا ګډ دریځ اعلان کړی دی او زیاته کړې یې ده چې پر ا.ا به فشار راوړي څو تر پوځي واکمنۍ وروسته ټولشموله حکومت جوړ کړي. په دې غونډه کې چین او روسیې طالبان د افغان جګړې ګټونکي بللي او ټینګار یې کړی دی چې اوس باید د ا.ا.ا سره ګډ کار وشي، څو دا هېواد له اقتصادي او بشري ناورین څخه وژغورل شي. د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو غونډه کې تر دې دمه هیڅ هېواد هم د ا.ا.ا ته د رسمیت ورکولو خبره نه ده کړې.
































