د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ویلي چې قطر کې یو اسلامي نظام حاکم دی، ښځې په دولتي ادارو کې کار کوي او نجونې پکې له زده کړو نه دي محرومې. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې له ښځو سره ناوړه چلن باندې خپه دي او ټینګار کوي چې د قطر هېواد نظام د افغانستان لپاره یوه غوره بېلګه ده. نوموړي له سيانان سره تازه مرکه کې ویلي چې قطر هېواد کې په حکومت او کاري برخه کې د میرمنو ونډه تر نارینه څو چنده ډېره ده.
































