امریکا کې د بایډن د محبوبیت کچه تر ټرمپ هم ټیټه شوې ده. په متحده ایالاتو کې تازه ترسره شوې نظرپوښتنه کې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په خپله دوره کې یې د محبوبیت کچه د ټولو ولسمشرانو په پرتله تر ټولو ټیتې کچې ته رسېدلې وه اوس تر بایډن د خلکو ډېر خوښېږي. دا نظرپوښتنه ښیي چې له ډونالډ ټرمپ څخه د امریکایانو د رضایت کچه د اوسني ولسمشر جو بایډن په پرتله ۴۸ سلنه لوړه ده. بایډن وروسته تر هغه په خپلو خلکو کې د محبوبیت دا ټیټه کچه تجربه کوي چې د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بېړه ایستلو، د دغه هېواد یوازې پرېښودلو، د شمالي کوریا پر وړاندې د ستراتیژیک صبر ستراتیژي لرلو او ځینې نورو دلایلو له امله یې د خپلو خلکو باور له لاسه ورکړی دی.
































