د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ایران اټومي موافقې ته د تهران او واشنګټن د بېرته ستنېدو لپاره له ډیپلوماتیکو لارو پر کار اخیستو ټینګار وکړ. بلېنکن پرون د چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د خبرو له لارې د ایران د اټمي پروګرام د بېلابېلو اړخونو په اړه د اندېښنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. ده ویلي، امریکا د داسې لارو هڅه کوي چې د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه ټولې اندېښنې پای ته ورسوي. له بلې خوا یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره د خبرو لور ته د ایرانیانو نه لېوالتیا د دوی زغم پای ته رسوي. دغه امریکايي چارواکي چې خبري اژانسونو یې نوم نه دی څرګند کړی وویل، ایران تر تله اټمي خبرو ته د راګرځېدو وخت نه لري.
































