د روغتیا سازمان مشر تدروس ادهانوم په افغانستان کې د شرې او نسناستي ناروغیو د مواردو د زیاتوالي او د ماشومانو د خوارځواکۍ او د ګوزڼ ناروغۍ پيښو د زیاتیدو خبرداری ورکړی. نوموړي ویلي، په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو او میندو د مړینې د کمیدو، د ګوزن ناروغۍ د له منځه وړلو په طرف د حرکت او نورو مواردو په برخه کې د پام وړ صحي لاسته راوړنې ترلاسه شوي دي. خو نوموړي زیاته کړه چې دا لاسته راوړنې اوس له جدی خطر سره مخ دي.تدرس ادهانوم وویل، د هغوی ډیر تمرکز اوس د صحتمندي د پروژې پر ساتلو باندې دی کوم چې د افغانستان د صحي سیستم د ملا تیر ګڼل کیږي. هغه وویل که د روغتیا نړیوال سازمان غواړي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي نو دا مهمه ده چې د طالبانو له رهبري سره تعامل وشي.
































