د افغانستان د بیارغونې لپاره د څار امریکايي بنسټ يا سيګار ويلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې چې څومره پيسې افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره لګول شوي، په نتيجه کې يې د نشه يي توکو کښت، توليد او قاچاق نه دی کم شوی. د سيګار څېړنې ښيي چې د امريکا او افغان دولت لږ تر لږه په تېرو ۱۲ کلونو کې ونه شوای کولی چې د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاقو مخه ونیسي او د دې مبارزې لپاره ځانګړې شوې پيسې تر ډېره حده شخصي جېبونو، په تېره بيا د زورواکانو لاس ته لوېدلې دي. سيګار ناامني او نشه يي توکو دوه هغه عمده عوامل یادوي چې يو د بل مرستندوی وو او په افغانستان کې د جنګي ډلو د پياوړي کېدو سبب شوي دي.
































