د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې که طالبان په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ کړي، دوی به ورسره همکاري وکړي. اردوغان ټینګارکړی، چې د دوی همکاري به له طالبانو سره مشروطه وي او ترهغې به ترسره نه شي، چې دوی ټولشموله حکومت جوړیدو ته تیار نه شي. طالبانو د ترکیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو په ټوله کې یې د دوی په رسمیت پېژندلو او همکارۍ لپاره د نړیوالو ایښودل شوي شرطونه د نړیوالو قوانینو خلاف ګڼلي.































