د هند صدراعظم نریندرا مودي د امریکا د ولسمشر له مرستیالې کامله هاریس سره د افغانستان په اړه خبرې کړې. د هندوستان اینډیا ټوډې ورځپاڼې د دې لیدنې یوازې خبر خپور کړی او نور جزیات یې په دې اړه نه دي ورکړي. ویل شوي، چې دغه لیدنه د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډې په څنډه کې شوې ده. کامله هاریس خپله هم اصلاً هندي توکمه ده. هندوستان څو ورځې مخکې له نړۍ وغوښتل، چې پر طالبانو دې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو خلاف د نه استفادې تضمین واخلي.
































