روسیه وايي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر غوره بولي چې په افغانستان کې د طالبانو اقدامات په ځیر وڅاري. د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف دا خبره د رسنیو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا روسیه غواړي په افغانستان کې د نویو چارواکو کوم استازي ته د مسکو بلنه ورکړي. پیسکوف ویلي، د نړۍ د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ښه دا ګڼي چې وګوري طالبان په افغانستان کې څه کوي، د حکومت جوړښت یې څه بڼه خپلوي او څرنګه خپلې ژمنې عملي کوي.
































