د بریتانیا د رسمي ارقامو له مخې، د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري د ۲۸۹ ملکي وګړو د وژلو تاوان ورکړی دی. د بریتانیا د دفاع وزارت اسناد ښيي چې په وژل شویو کسانو کې ۱۶ ماشومان هم شامل دي. په راپور کې راغلي چې د بریتانیا پوځ ټولټال ۶ لکه ۸۸ زره پونډه تاوان ورکړی چې په متوسط ډول د هر قرباني په سر ۲ زره ۳۸۰ پونډه کېږي. ویل شوي چې دا کسان د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ وژل شوي دي. په یاده موده کې اکثره بریتانیايي پوځیان په هلمند ولایت کې مېشت وو او د دوی له لوري اکثره ملکي وګړي هم په هلمند کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. همدا راز د بریتانیا پوځ ۲۴۰ تنو ټپیانو ته ۳ لکه ۹۷ زره پونډه تاوان ورکړی دی.
































