د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، طالبان کېدای شي د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان واوسي. عمران خان له نیوز ویک مجلې سره په مرکه کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا د ولسمشر جو بایډن سخت دریځ غیر ضروري وباله، ویې ویل پاکستان لېواله دی چې د ترورېزم پر ضد د امریکا همکار واوسي. ده د سیمې د قدرتونو او امریکا ترمنځ همکاري د ناورین د مخنیوي لپاره چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته یې احتمال زیات شوی دی، مهم وباله. د پاکستان صدراعظم د طالبانو له لوري د حکومت نیولو ته په اشارې وویل چې له دې کبله ممکن د افغانستان امنیتي وضعیت ثبات ومومي.
































