د ا.ا.ا چارواکو منلې چې هرات کې یې څلور انسان تښتونکي وژلي دي. د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دا انسان تښتونکي نن د هرات ښار په ۱۴مه ناحیه کې د ا.ا ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. په هرات کې د څوارلسمې امنیتي حوزې قومندان ويلي، چې سړي تښتوونکو له ۱۲مې ناحیې څخه یو پلار او زوی تښتولي او څوارلسمې حوزې ته یې وړي وو. هغه زیاته کړې چې دا څلور کسان د ا.ا له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او تښتول شوي کسان یې له منګولو ژغورل شوي دي. د یادونې ده چې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه ورکړي وو چې د ا.ا چارواکو هرات کې انسان تښتونکي اعدام کړي دي.
































