د امریکا ولسمشر وایي د پاکستان ټول فعالیتونه یې تر سختې څارنې لاندې دي. د هند لومړي وزیر نریندا مودي په امریکا کې له ولسمشر بایډن سره کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. مودي وايي امریکا، هند او ځینو نورو هېوادونو هوکړه کړې چې په ګډه به د پاکستان فعالیتونه په هر اړخیزه او دقیقه توګه څېړل کېږي. مودي په دې لیدنه کې ویلي چې هند د پاکستان له ځینو مشکوکو فعالیتونو او اقداماتو اندېښنه لري او نړۍ ته په کار ده چې ددغه هېواد پر وړاندې اقدام وکړي. جو بایډن ویلي چې دی او ملګري هېوادونه یې هېچا ته د بل هېواد پر ضد د ګواښ جوړولو اجازه نه ورکوي او د پاکستان ټول فعالیتونه به په دقیقه توګه څېړل کېږي. تر دې وړاندې ځینو نورو امریکایي رسنیو هم ویلي وو چې د امریکا حکومت باید د پاکستان د ځينو کړنو او فعالیتونو پر وړاندې اقدام وکړي او له دغه هېواد سره دې پر خپله ملګرتیا بیا کتنه وکړي.
































