امریکا وایي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د هوکړې له مخې طالبان په دغه هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه هم له دې هېواد نورو سیمو ته ګواښونه متوجه کېدلی شي. د سرچینې په خبره له همدې امله په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او که کوم ګواښ جوړ شي نو امریکا یې پر وړاندې په مستقیمه توګه اقدام کولی شي. دده په خبره دوی په سیمه کې قوي حضور لري، د ترهګرو ډلو مرکزونه څاري او د ګواښونو د جوړېدو په صورت کې یې پر وړاندې اقدام کوي چې د چا اجازې ته هم اړتیا نه لري. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبان وایي په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه هم کوم بهرنی هېواد دلته د مداخلې حق لري.
































