پاکستان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په بشري او اقتصادي مرستو سره په افغانستان کې دایمي ثبات حفظ کړي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم او حیاتي دی او د نړیوالې تولنې او ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې دې مسئلې ته متوجه وي. دده په خبره له افغانستان سره اقتصادي مرستې ددې سبب کېدلی شي چې ثبات وساتل شي او بشري ناورین ختم شي. هغه ټینګار کړی چې دمګړی په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ترینګلی دی او د نړیوالو بشري مرستې خورا مهمې دي. د ملګرو ملتونو په عمومی ناسته کې د نړۍ ګڼو هېوادونو د افغانستان لپاره د اقتصادي مرستو غوښتنه کړې ده او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې له بېلو لارو له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
































