د هند لومړي وزیر نریندا مودي په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې ستر تحولات رامنځ ته شوي خو د سیمې ځېنې هېوادونه هڅه کوي د افغانستان له وضعیت او ددغه هېواد له خاورې د خپلو ګټو لپاره استفاده وکړي. هغه د کوم هېواد نوم وا نه خیست خو ټینګار یې وکړ چې هېڅ هېواد دې د افغانستان له وضعیت ناوړه ګټه نه اخلي او خپلې ورانکاره موخې دې دلته نه پالي. نوموړي پر ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره مرسته وکړي او په دغه هېواد کې په بشري مرستو کې پراختیا راولي. مودي په سیمه کې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته دا خبرداری هم ورکړ چې ترهګرې ډلې به یوه ورځ ددوی کورونو ته هم اور ورته کوي.
































