د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې جي شل هېوادونه په راتلونکو دوو ورځو کې د افغانستان په اړه غونډه ولري. ددغه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څو ورځې مخکې هم پر افغانستان انلاین غونډه لرله او په دې غونډه کې یې پر مهمو مسایلو خبرې وکړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې دا غونډه به د روانې میلادي میاشتې پر اته ویشتمه ترسره شي. بلخوا ایټالیا چې د جي شل هېوادونو د غونډو نوبتي مشري پر غاړه لري وایي همدا چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه پای ته ورسېږي نو د افغانستان په تړاو به جي شل هېوادونه خپله غونډه ترسره کړي. په غونډه کې به د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا لوړپوړي چارواکي ګډون کوي او د افغانستان پر وروستیو تحولاتو به خبرې کوي.
































