ایران وایي په راتلونکو اونیو کې په ځينو اداراتو او خدماتي برخو کې د کرونا واکسین کارت لرل جبري کوي. د ایران حکومت وایي چې دوی په چټکتیا د کرونا واکسینو وېش پيل کړی دی او د حکومت او ځینو نورو اداراتو کارکوونکو ته دا جبري ده چې د کرونا واکسینو کارت له ځان سره ولري. ایراني چارواکي دغه راز وایي چې دمګړی یې شاوخوا ۶۰ سلنه وګړو ته لومړی ډوز واکسین وېشلي دي او دا پروسه خورا چټکه پر مخ روانه ده. ایران یو له هغه هېوادونو و چې کرونا وبا سخت وځپلو او اوس یې له ډېرو ناندریو وروسته چینايي او یو ډول ایراني واکسینو ته د وېش اجازه ورکړې ده. خو ایراني وګړي لا هم بې باوره دي او له واکسین کولو ډډه کوي او ددې کار جبري کېدل غندي.
































