په بلوچستان کې پر پاکستاني ملیشه ځواکونو چاودنه شوې او اوو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې د پاکستان ملیشه ځواکونه په بلوچستان کې عملیاتو ته روان وو، چې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی ماین ورباندې چاودلی دی. په پېښه کې څلور عسکر وژل شوي او د یوه لوړپوړي افسر په ګډون درې نور ټپیان دي. پاکستاني حکومت دغه راپورونه تایید کړي او امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ټپيانو روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. په وروستیو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي او نږدې هره ورځ ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي. ددې ډول پېښو ډېری مسوولیت د پاکستاني طا لبانو ډله اخي.
































