د طا لبانو له لوري په هرات کې د سړي تښتوونکو اعدام په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له هرکلي سره مخ شوی دی. د یوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې شاوخوا ۹۴ سلنه کسانو د طالبانو دا اقدام ستایلی او هرکلی یې کړی دی. دوی په خپلو نظریاتو کې ویلي چې په هېواد کې نا امني او جنایي جرمونه اوج ته رسېدلي او ددې وخت دی چې طا لبان یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي. د سپوږمۍ راډیو پر ټوېټر په یوه نظر پوښتنه کې شاوخوا ۲۱۰۰ کسانو برخه اخیستې ده چې ۹۴ سلنه ځواب ورکوونکو یې د ا.ا.ا ددې پرېکړې هرکلی کړی دی او یوازې شپږ سلنه ګډون کوونکي بیا د طا لبانو له دې کار سره مخالف دي. بلخوا د د ا.ا.ا ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی د مجرمینو او سړي تښتوونکو پر وړاندې جدي دي او وایي هر هغه څوک چې د افغانانو ژوند ته خطرونه جوړوي له ورته برخلیک سره به مخ کېږي. طا لبانو تېره ورځ په هرات کې هغه سړي تښتوونکی اعدام کړی و، چې په ګڼو جنایي جرمونو کې ښکېل و. هرات له هغو ښارونو دی چې په وروستیو کلونو کې پکې د سړي تښتوونو تر ټولو ډېرې پېښې رامنځ ته کېږي.
































