بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هیواد کي د وروستي سیاسي بدلون په لړ کې د هوایي سکټور په برخه کې یو لړ تخنیکي ستونزې رامنځته شوې چې له امله یې بهرنې پروازونه بند شول او ډیر شمیر هیوادوال چې هېواد ته یې د راتګ پلان درلود ونه توانېدل چې راشي. د یاد وزارت په خبره، کابل نړیوال هوایي ډګر هر ډول کورنیو او بهرنیو پروازونو ته چمتو دی او د افغانستان نوی حکومت ټولو هوایې شرکتونو ته د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوې او د ټولو هغو شرکتونو او هیوادونو څخه تمه لري چې پخوا یې کابل ته الوتنې لرلې یو ځل بیا د پخوا په څیر خپل پروازونه پیل کړي، تر څو موجوده ستونزې حل شې.
































