ترکیې د امریکا له خبرداري سره سره ټینګار کړی چې له روسیې به دویم دفاعي سیستم هم پېري. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تازه مرکه کې ویلي چې دوی یو مستقل هېواد دی او د خپل ځان د ساتنې لپاره په هر اقدام لاس پورې کولی شي. دده په خبره امریکا دا حق نه لري چې پر نورو هېوادونو د پلور او پېر بندیز ولګوي. دده په خبره له روسیې د ایس ۴۰۰ دویم دفاعي سیستم د پېرلو لړۍ پیل شوې ده او ژر به دا معامله نهایي شي. تر دې وړاندې امریکا ویلي وو چې که ترکیه له روسیې د دفاعي سیستم په پېرلو لاس پورې کړي نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي. ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او امریکا ټینګار کوي چې ددغه سازمان غړي هېوادونه روسي وسلې نه شي پېرلی.
































