د طا.لبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د استازي څوکۍ د دوی حق دی او باید ورکړل شي. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان ټول ولس د دوی تر شا ولاړ دی او د ټولې سیمې هېوادونه هم له دوی سره دي او مخالفین یې په لاس کې هیڅ هم نه لري. شاهین څرګنده کړې چې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی دی او ترې غوښتي یې دي چې دغه سازمان باید د پخواني استازي پر ځای د دوی له لوري ورپېژندل شوی استازی ومني او هغه ته د وینا اجازه ورکړي. هغه ټینګار کړی دی چې د دوی مخالفین په دې خاطر د وینا حق نه لري چې تر شا یې هیڅوک نشته او د هیڅ افغان استازولي نه شي کولی.
































