اسراییلو یو ځل بیا ویلي چې ایران د ټولې سیمې لپاره یو خطر دی او باید له منځه یوړل شي. د اسراییلو لومړي وزیر نفتالي بنت د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې ایران هڅه کوي د اټومي قوت پر مټ پر ټوله سیمه واک وچلوي او په خبره یې دغه هېواد د سیمې لپاره خطر دی. اسراییل وایي دوی په ټول توان هڅه کوي چې د ایران د اټومي کېدو مخه ونیسي ان که نړۍ یې په دې برخه کې یوازې هم پرېږدي. د بنت په وینا اټومي ایران داسې یو خطر دی چې باید د له منځه وړلو لپاره يې اقدام وشي. هغه ټینګار کړی چې د ایران له څارلو او پر وړاندې یې له درېدلو نه ستړي کېږي او ټول فعالیتونه یې څېړي.
































