اردن ددې لپاره چې له کرونا ویروس سره یې ښه مبارزه کړې وي، د کاروبار په برخه کې ځینې لګېدلي محدودیتونه لرې کړي دي. د اردن چارواکو نن اعلان کړی، چې پر تګ راتګ یې بندیز لرې کړی او ددې لپاره چې خلک او شرکتونه لوړه اقتصادي ضربه ونه ویني، کولای شي کار او فعالیت پیل کړي. ددغه هېواد په پلازمېنه امان کې چې لس میلیونه نفوس لري له څلوېښت ورځني قرنطین وروسته سر له سبا (چهارشنبه) خلک کولای شي له سهار تر ماښام پورې په خپلو موټرونو کې تګ راتګ وکړي، کار پیل کړي او په دې ډول اقتصادي څرخ په ګرځېدو راشي. خو دولتي ادارې، پوهنتونونه او ښوونځي به د روژې میاشتې تر پایه پورې تړلي وي. دا چې اردن یو سیاحتي هېواد دی او په کلني ډول له دې برخې ډېر عواید تر لاسه کوي، نو کرونا ناروغۍ یې پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی. په اردن کې تر اوسه پورې ۴۴۹ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې اووه تنه یې مړه شوي دي.
































