د راپورونو له مخې شمالي کوریا په روانه میاشت کې د درېیم ځل لپاره نوی بالستیک او نږدې واټن وېشتونکی توغندی ازمویلی دی. دغه توغندی د اټومي کوپړۍ د لېږد وړتیا لري او شمالي کوریا یې ازمویښت بریالی بولي. شمالي کوریا داسې مهال دغه ازمويښت ترسره کوي چې تازه یې له جنوبي کوریا سره د خبرو وړاندیز کړی دی. د شمالي کوریا د رهبر خور ویلي که قوي تضمین او صداقت موجود وي، دوی له جنوبي کوریا سره خبرو ته تیار دي.
































