د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیره ونډي شرمن د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مسکو او د سیمې هېوادونو ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د نوموړې د دې سفر اصلي موخه د اټومي وسلو د راتلونکو ګواښونو کمول دي او دغه راز به دواړه لوري په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو هم خبرې اترې وکړي. د سرچینې په خبره، نوموړې به ازبکستان او نوي ډیلي ته هم سفر وکړي او هلته به د دواړو هېوادونو له چارواکو سره پر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.
































