امریکایي سناتورانو د ناټو سازمان غړي هېواد ترکیې ته ګواښ کړی دی چې که چېرته له روسیې څخه د اس_۴۰۰ دفاعي سیسټم اخیستلو په تړاو پر خپلو پلانونو بیا کتنه ونه کړي نو د دوی له لوري به ورباندې تر ټولو سخت بندیزونه ولګول شي. دا ګواښ وروسته تر هغه کېږي چې پرون ترکي او روسي رسنیو راپورونه ورکړل چې ښایي نږدې راتلونکي کې پوتین او اردوغان په سوچي کې یو بل سره وګوري. ترکیې تازه د امریکا دې اقدام ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې ویلي چې دا چاره یې د خپل امنیت لپاره اړینه ده او هیچاته پکې د مداخلې اجازه نه ورکوي.
































