طالبانو د افغانستان د هوایي حریم د نقض په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی. د ا.ا.ا له لوري په تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هېڅ هېواد د افغانستان د هوایي حریم د نقضولو حق نه لري او د نړیوالو قوانینو له مخې د امریکا په ګډون ټول هېوادونه باید د افغانستان حریم ته درناوی وکړي. سرچینه کاږي چې دوی دمګړی پر ټول هېواد کنټرول لري او د هېواد د ځمکنۍ او هوایي بشپړتیا د ساتنې مسوول دي. طالبان داسې مهال دغه خبرداری ورکوي چې په وروستیو کې د هېواد په بېلو ولایتونو کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکو د ګرځېدو راګرځېدو راپورونه خپاره شوي دي. بلخوا امریکا په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی ترهګرې ډلې څاري او په دې برخه کې د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري، خو طالبانو خبرداری ورکړی چې دغه ډول کړنې به بدې پایلې ولري.
































