وروسته تر هغه چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینټ مککینزي وویل چې ده جو بایډن ته له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه د بدو پایلو خبرداری ورکړی و خو هغه ورسره ونه منله، په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نېکي هېلي ویلي چې بایډن باید د افغانستان په اړه امریکایانو ته سپیناوی ورکړي چې ایا ده رښتیا هم په دې تړاو خبرداري تر لاسه کړي وو او کنه. نوموړې زیاته کړې چې دوی غواړي په دې اړه پوه شي ځکه چې د دې په خبره بایډن یو وار مخکې هم په دې اړه خلکو ته دروغ ویلي دي. هېلي څرګنده کړې چې یو ولسمشر څه ډول دومره ستره پرېکړه پر خپل سر کولی شي او ولې یې باید وکړي، خامخا د پردې تر شا څه شته او اړینه ده خلک ورباندې خبر شي.
































