د اسټرالیا د کویینزلنډ چارواکو په دې ایالت کې پر قصدي ټوخي جریمه اېښې ده. د اې بي سي نیوز د راپور له مخې که څوک په ټولنیزو کارونو بوختو کسانو ته په قصدي ډول ور وټوخېږي، وپرنجېږي او یا لاړې ور تف کړي اړ دي چې ۱۳ زره ډالره جریمه پرېکړي. ددې ایالت پولیس اوس کولای شي، چې په قصدي ډول ټوخېدونکي او پرنجېدونکي کسان جریمه کړي. دغه قانون وروسته له هغه وضع کېږي، چې د یوه سوپر مارکېټ کار کوونکو شکایت وکړ، چې د مشتریانو لخوا ورته بې احترامي کېږي او پر کرونا ویروس د اخته کېدو تر ګواښ او فشار لاندې دي. په کویینزلنډ ایالات کې د مغازو د انجمن مشر ویلي، ټولو کار کوونکو ته باید درناوی وشي او کوم کسان چې په مغازو او سوپر مارکېټونو کې تشې قفسچې ډکوي او کار کوي ستاسو پلرونه، وروڼه، دوستان، ګاونډیان دي او روغتیا یې ارزښتناکه ده. چارواکي وایي تر کرونا وروسته به هم یاد قانون پر خپل ځای وي.
































