د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د وسله والو کسانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې څلورو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پوځیانو د مخکې تر لاسه شویو اطلاعاتو پر بنسټ سیمه کې عملیات کول. پوځ ویلي، کله چې پوځیان سیمې ته رسېدلي نو د وسله والو له کمین سره مخ شوي دي چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پېښې پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې نه ده منلې خو د پاکستاني طالبانو تحریک وړاندې تر دې د پاکستاني ادارو پر ضد د پراخو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
































