پاکستان د امریکا له وروستي خبرداري سره سخت اندېښمن دی. امریکايي سناتورانو ویلي چې د پاکستان په تړاو به د بندیزونو پر یوه طرحه کار کوي، ځکه دغه هېواد د افغانستان په تړاو له امریکا سره دوه مخې کړې ده. له پرون راهیسې د پاکستان سیاستوال، حکومتي چارواکي او د پارلمان غړي پر دې مسئله اندېښنه ښيي او تمه لري چې امریکا له خپلو دغه ډول اقداماتو په شا شي. دوی وایي امریکا له طا لبانو سره هوکړه لاسلیک کړې ده، خپلې مستقیمې اړیکې لري نو پر پاکستان دې فشارونه نه راولي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم وایي هڅه کوي له امریکا سره اړیکې دوامداره وساتي، خبرو ته ادامه ورکړي او شته ستونزې ختمې کړي.
































