د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ویلي، چې د کرونا تر ختمېدو لا ډېره فاصله لرو او دغه سازمان په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره د روغتیایي خدمتونو ټکني کېدو اندېښمن کړی دی. د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: «اوږده لار په مخکې لرو او ډېر کارونه دي چې باید تر سره یې کړو.» ادهانوم دغه راز ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا په ختیځ، افریقا، لاتینه امریکا او ځینو نورو اسیایي هېوادونو کې په چټکۍ د کرونا ویروس خپرېدو ته سخت اندېښمن دی. تدروس ادهانوم ویلي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه سرحدي محدودیتونو د نړۍ ۲۱ هېوادونو ته د ماشومانو د بېلابېلو ناروغیو د واکسینو استول هم سخت کړي او په دې هېوادونو کې د واکسینو له کمښت سره مخ دي.
































