د اکوادور امنیتي چارواکي وايي چې په دې زندان کې د نشه يي توکو نړیوال قاچاق وړونکي او سترې مافیايي ډلې موجودې دي چې ددوی ترمنځ نښته شوې ده او شاوخوا سل کسه پکې وژل شوي دي. دوی وایي چې په نښته کې له وسلو او لاسي بمونو کار اخیستل شوی دی. په جګړه کې لسګونه کسان نور ټپیان هم دي. د اکواډور امنیتي ادارې وايي چې د زندان د کنټرول لپاره لسګونه پولیس ګومارل شوي او د لا ډېرو تلفاتو مخنیوی شوی دی. دا په دې هېواد کې په زندان کې تر ټولو خونړۍ نښته ګڼل کېږي، چې د مافیایي کړیو ترمنځ رامنځ ته شوې ده.
































