د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وایي، د امریکا د ښمنانه سیاست او ګواښونو په نوي حکومت کې هم کوم تغیر نه دی کړی. نوموړي تازه د امریکا لخوا د مذاکراتو د پیلولو غوښتنه هم رد کړې ده. کیم جونګ اون ویلي، مذاکرات یې ځکه رد کړي، چې نور په امریکا باور نه کوي او نوې غوښتنه یې هم له چل او فریب ډکه ده. نوموړي ویلي، دی په دې اند دی، چې د امریکا دښمنانه سیاست به هېڅ کله تغیر ونه کړي. اون دغه راز ویلي، چې جنوبي کوریا دې له دوی وېره نه لري، ځکه هېڅ داسې څرک نشته چې جنوبي کوریا دې له شمالي کوریا څخه زیان وویني.
































