د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوچي ښار کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خپله درې ساعته لیدنه ګټوره بللې ده. دوی دواړو له یوه نیم کال ځنډ وروسته سره لیدلي دي او د کرونا، بېلابېلو اقتصادي او نړیوالو مسایلو په اړه یې خبرې اترې کړې دي. دغه راز دواړو لورو د لیبیا، سوریې او نګرونو قرباغ سیمې پر ستونزو هم خبرې کړې دی. له دې وړاندې ویل شوي وو، چې دواړه ولسمشران د افغانستان په اړه هم له یو او بل سره خبرې کوي، خو په دې اړه تر اوسه پورې تازه جزیات نه دي خپاره شوي.
































