روسیې له افغانستان او تاجکستان څخه غوښتي دي چې په خپلو منځونو کې هر ډول لانجه د دواړو لورو لپاره د منل شویو لارو څخه هواره کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند الکسي زیاتسیف ویلي، چې مسکو د افغانستان او تاجکستان په اړیکو کې تاوتریخوالی او سرحد ته د دواړو هیوادونو له خوا د قواوو د استول کیدو څارنه کوي. روسي چارواکو ویلي د طا لبانو د سرچینو پر اساس، د هغې ډلې په زرګونه ځواکونه تخار ولایت ته چې له تاجکستان سره پوله لري، رسیدلي دي. خو له دې سره سره رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت او د طا لبانو چارواکو تر اوسه د دواړو هیوادونو د لانجو او د سرحدي نظامي تحرکاتو په اړه تبصره نه ده کړې.
































