د امریکا نظامي چارواکي وايي چې راتلونکې اوونۍ یو ځل بیا امریکا ته له افغانستان څخه د تخیله شویو کسانو د رسیدو بهیر پیل شي. په تیرو دریو اوونیو کې له اروپا او منځني ختیځ څخه د زرګونه کسانو د انتقال بهیر د شرې د واکسین د تطبیق په هدف دریدلی وو. د امریکا د شمالي قومندانۍ مشر جنرال ګلن وان هیرک ویلي چې اوسمهال په بهرنیو هیوادونو کې کابو ۱۴ زره افغانان شته چې توقع کیږي امریکا ته به ولېږدول شي. هغه زیاته کړې، اوسمهال شاوخوا ۵۳ زره کسان د امریکا په مختلفو برخو کې په ۸ نظامي مرکزونو کې دي چې خپل حد اکثر ظرفیت ته چې ۶۴ زره دی، رسیږي. دغه امریکایي جنرال زیاته کړې چې د امریکا په مراکزو کې د ۴۰۰۰ تخیله شویو کسانو صحي معاینات او نور ازمایښتونه بشپړ شوي او په امریکا کې د ژوند کولو لپاره پر شرایطو برابر دي.
































