سوداګر د تورخم له لارې پاکستان ته د تازه مېوو د بار موټرو د اوښتو په برخه کې د ځنډ له امله شکایت کوي. تورخم ښارګوټي کې یې لسګونه لارۍ چې د هېواد تازه مېوې او ترکاري په کې بار دي، سوداګر یې شکایت کوي چې پاکستان هغې غاړې ته د موټرو وراوښتو پروسه ځنډنۍ پر مخ بیایي. د سوداګرو په خبره، په ځنډ د لاریو د اوښتو له کبله بار کړو مېوو او ترکاریو ته لوی زیان اوړي، ځکه پر خپل وخت یې د پېښور او پاکستان نورو سیمو بازارانو ته نه شي رسولی. د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمی عظیمي وایي، ستونزه د پاکستان له اړخه ده، ځکه لاریو ته ژر د ورتګ اجازه نه ورکوي چې له امله یې مېوې او ترکاري زیان ویني او بازار کې یې ارزښت کمېږي. په ورته مهال د ا.ا.ا د فرهنګي کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی وایي، هڅې یې پیل کړي، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې د افغان سوداګرو ستونزې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړي او د حل په برخه کې یې همکاري وکړي.
































