د فرانسې یوې محکمې د دې هېواد پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د ټاکنیز کمپاین د ناقانونه تمویل په یوه قضیه کې مجرم ګڼلی او په یو کلن کورني بند یې محکوم کړی. دا قضیه په ۲۰۱۲ م کال کې د هغه د بیا ټاکل کېدو له ناکامې مبارزې سره تړلې ده. د محکمې د تازه حکم پر اساس به ۶۶ کلن سرکوزي د څار برېښنايي لاس بند په لاس تړي. هغه تورن و چې د بیا انتخابېدو لپاره یې په کمپاین کې د قانوني لګښت چې ۲۲ نیم ملیونه ایرو ټاکل شوی، نږدې دوه چنده لګښت کړی و.
































