په ۲۰۲۰ کال کې د امریکایي نظامیانو ترمنځ د ځان وژنې موارد ۱۵ سلنه زیات شوي دي. چارواکي وايي دغه موارد په خاص ډول د پوځ او سمندري ځواکونو په قول اردوګانو کې د پام وړ زیات شوي. نظامي چارواکو دا پیښې ناوړه بللي او ددغه بهیر د مخنیوي لپاره یې د ډیرو هڅو غوښتنه کړې ده. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، تیر کال د ځان وژنې ۵۸۰ موارد ثبت شوي دي په داسې حال کې چې دا شمیر وړم کال ۵۰۴ وو. د پوځ د ځواکونو ترمنځ هم د ځان وژنې موارد په ۲۰۲۰ کال کې کابو ۲۰ سلنه زیات شويدي. د سمندري ځواکونو په قول اردوګانو کې هم د ځان وژنې موارد څه باندې ۳۰ سلنه زیات شوي چې په یاده موده کې قضیې له ۴۷ څخه ۶۲ ته لوړې شوي دي، د همدې ځواکونو د احتیاطي قطعاتو ترمنځ نهه موارد لسو ته لوړ شوي دي.
































