د یونان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۲۶ ښځینه قاضیانې او وکیلانې چې له افغانستانه دې هېواد ته رسېدلي، ترهغو به دې هېواد کې وي چې په لویدیځوهېوادونو کې منل کېږي. یوناني رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه ښځې له خپلو کورنیو سره پرون اتن ته ورسېدې. د راپورونو له مخې د هغوی د سپرلۍ الوتکه د ګرجستان له پلازمېنې تبلیسي څخه پورته شوې وه. د یونان او ترکیې په ګډون لا هم زرګونه افغانان په څو هېوادونو کې په پنډغالو او له پنډغالو بهر مېشت دي او هڅه کوي اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي. دا کډوال وايي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي اوان د ژوندانه له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې دي.
































