د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې شېرمن له پاکستانه غوښتي چې په هېواد کې د تروریستي ډلو پر وړاندې هر ډول اقدام وکړي. ټاکل شوې چې روانه اوونۍ نوموړې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړه شي. شېرمن ویلي چې له پاکستانه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې برخه کې د پیاوړي شراکت غوښتنه کوي. هغې له اسلام اباده غوښتي چې له توپیر پرته دې د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې مناسب اقدام وکړي. امریکا کلونه-کلونه پر پاکستان نیوکه کوله او پر دې هېواد یې تورونه لګولي و چې د افغانستان پر وړاندې دوه ګونی چلند کوي. په ورته وخت کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، هېواد یې له پاکستاني طالبانو سره په دې شرط خبروته چمتو دی چې هغوی وسله پر ځمکه کېږدي.
































