د سره صلیب نړیوالې کمېټې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو د ا.ا.ا بیا د سره صلیب په ګډون له ټولو نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو او هېوادونو څخه غواړي، چې د ناهیلي کوونکو راپورونو پرځای دې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په راتلونکي ژمي کې د افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې که د افغانستان د دولتي کارکوونکو معاشونه ورنه کړل شي او همداراز د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره بودجه چمتو نه شي نو په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو احتمال شته دی. خو د ا.ا.ا د مطبوعاتي ټیم غړي بلال کریمي وویل، بشري مرستې باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي او ا.ا له نړیوالو سازمانونو او هېوادونو غواړي چې باید له افغانانو سره په هره برخه کې مرستې وشي او د افغانستان او نړیوالو ترمنځ د همکارۍ روحیه شتون ولري.
































