د پاکستان تحریک طا لبان (ټي ټي پي) د عمران خان خبرې او ډز بندي رد کړې ده. پاکستاني طا لبانو د عمران خان هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې دي د (ټي ټي پي) او پاکستاني حکومت تر منځ د افغان طالبانو په همکارۍ خبرې دوام لري. د پاکستان ځینو سیمه ییزو رسنیو له حکومت سره د پاکستانیو طا لبانو د یوه قوماندان حافظ ګل بهادر د خبرو پخلی کړی، ګل بهادر شل ورځنی اوربند اعلان کړی او د پاکستان حکومت د باور جوړولو لپاره د هغه ځینې بندیان ور خوشي کړي دي.
































