د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ټویټر ادارې ته عریضه کړې ده او غوښتنه یې ترې کړې چې د ده ټویټر اکونټ بېرته ورته وسپاري. ټرمپ په یاده عریضه کې د ګیلې په شکل لیکلي، ټویټر طا لبانو ته اجازه ورکړې ده چې په ټول افغانستان کې د خپلو بریاوو خبرونه په منظم ډول خپاره کړي خو د ولسمشرۍ پر مهال یې د ده ټویټونه ګمراه کوونکي او د دغه شرکت د اصولو خلاف بللي او سانسور کړي یې دي. ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له یوه قاضي څخه غوښتنه کړې ده چې پر ټویټر شرکت فشار راوړي څو د ده له منځه تللی اکونټ بېرته ورته فعال کړي. ټویټر ادارې تر اوسه د ټرمپ دې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی.
































