په نړیوالو او سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان ګډون د دایمي ثبات لپاره مهم دی. د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په تازه مرکه کې ویلي چې نړیوال او د سیمې هېوادونه باید په ګډه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي. دده په خبره په افغانستان کې د اقتصادي ودې پر مټ دایمي ثبات او سوله رامنځ ته کېدلی شي. هغه زیاته کړې چې افغانستان باید د سیمې او نړۍ په مهمو او لویو اقتصادي پروژو کې ګډ کړل شي څو دغه هېواد دایمي وده وکړي او ثبات پکې رامنځ ته شي. نوموړي د سیمې پر هېوادونو هم غږ کړی چې له افغانستان سره اړیکې ښې کړي او ددغه هېواد په پراختیا او اقتصادي وده کې همکاري وکړي.
































