د لغمان د والي او ښاروال په وړاندې ددغه ولایت د ځینو اوسېدونکو لاریون، نن د دریمې ورځې لپاره هم دوام درلود. لاریون کوونکو چې د لغمان د ولایتي شورا په انګړ کې پرلت کړی، ادعا لري چې ددغه ولایت والي او ښاروال اداري فساد، نا امني او د کرونا وبا د خپرېدو د مخنيوي لپاره د قرنطین پر مهال د خوراکي توکو د بیو په لوړوالي کې لاس لري. د لغمان ولایتي شورا ځينې غړي او ددې ولایت قومي مشران هم وايي چې په ځلونو یې د ولایتي ادارې له چارواکو سره د خلکو ستونزې شریکې کړې دي خو امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابېږي. دوی له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې د لغمان د اوسېدونکو ستونزو ته جدي پام وکړي او د والي په ګډون فاسد مسوولین له دندو ګوښه کړي.
































