د ا.ا.ا وايي دوی په ښارونو کې د نظم او امنیت د ساتلو لپاره ځانګړي پولیس ځای پر ځای کوي. د مطبوعاتي کمیسیون غړي بلال کریمي ویلي دوی هڅه کوي چې په ټول توان په ټولو ښارونو کې د جنایي جرمونو، وسله والو غلاوو او نورو جنایتونو مخه ونیسي او په دې برخه کې تر یوې کچې بریالي هم دي. دده په وینا د ښاري نظم د ساتلو لپاره په ځانګړي یونیفورم کې د پولیسو د ځای پر ځای کولو کار روان دی او دوی به په ښار کې له بې نظمیو او جنایتونو مخنیوی کوي. دا څرګندونې داسې مهال دي چې په وروستیو کې یو ځل بیا کابل ښاریان له جنایي جرمونو شکایت کوي او په ځینو مواردو کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې دي.
































